د پوهنې له ډګره د تېرې اوونۍ د مهمو خبرونو لنډيز
(۱/۱/۱۴۴۸هجري قمري، ۲۷/۳/۱۴۰۵ لمریز)
۱- د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په ګډون د یاد ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند مصباح العلوم دیني مدرسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
۲- د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چاپ شوي اداري اسناد او فورمې ولېږدول شوې.
۳- د کابل ښار د ښوونځیو ۱۳۸ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د صنفي اصولو مدیریت په اړه درې ورځنۍ روزنیزه ناسته د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.
۴- د پکتیا ولایت لژه منګل ولسوالۍ اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ۱۲۳ زره او ۴۵۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
۵- د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس محترم الحاج مولوي موسی جان آغا، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس، محترم قاري عنایت الله سهار سره وکتل.
۶- د بامیان ولایت پوهنې ریاست لخوا د «ښوونکو لپاره د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام د یاد ولایت د مرکز اړوندو ښوونځيو ۷۶ تنو آمرینو او ښوونکو لپاره پیل شو.
۷-د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې د بي بي عایشه صدیقه (رضی الله عنها) دیني مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
۸- د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې زده کړې» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شو.
۹- د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت د کامې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو سره د ۶۰۵ زره او ۱۳۰ افغانیو مالي مرسته شوې ده.
۱۰- د مسلکي مهارتونو لوړولو او د ښوونیزو چارو لا ښه والي په موخه، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
۱۱- د جوزجان ولایت په ګرمو سیمو کې د اوړي د تقویتي ټولګیو ښوونکو او روزونکو لپاره «د زدهکړو پیاوړتیا او د زدهکوونکو د تعلیمي لاسته راوړنو ښهوالی» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
۱۲- د هرات ولایت پوهنې ریاست د یوه همکار علمي بنسټ په همکارۍ د یاد ولایت کرخ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۲۰۰ تنو زدهکوونکو ترمنځ علمي او کتاب لوستلو سیالي ترسره کړه.
۱۳- د «اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د کابل ولایت د ٨ ولسوالیو د ښوونځیو ۲۴ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پیل شو.
۱۴- د بدخشان ولایت د مرکز شورابه منځني ښوونځي شورا د خپلې بوديجې او د خلکو د مرستو په مټ د ۲۳۷ زره افغانیو په لګښت د یاد ښوونځي په انګړ کې دوه درسي ټولګي جوړ کړل.
۱۵- د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، ویلي چې، د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د مرکز او ولسوالیو ۷۲ تنو ښوونکو ته پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شوی دی.
۱۶- يوې همکارې ادارې، د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته د خوراکي توکو / بيسکوېټ وېشلو لړۍ پیل کړې ده.
۱۷- د یو همکار بنسټ لخوا، د هرات ولایت د سواد زدهکړې مرکزونو اړوندو ۶ زره زدهکوونکو ته د ۱ میلیون او ۵۵۴ زره افغانیو په ارزښت ښوونیز توکي ووېشل شول.
۱۸- د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
۱۹- د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
۲۰- د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په ټولیز ارزښت مالي مرسته شوې ده.
۲۱- د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
۲۲- د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هممهاله توګه پیل شو.
په ياد پروګرام کې د پنجاب ولسوالۍ ۴۳ او د یکاولنګ ولسوالۍ ۵۰ تنه ښوونکي ګډون لري.
۲۳- د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۲ میلیونه، ۷۳۷ زره او ۲۸۰ افغانیو په ارزښت ۴۷۵ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
۲۴- د کابل ښار د ابراهیم خلیلالله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زدهکوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
۲۵-د ارزګان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت دهراود ولسوالۍ اړوند«لیلان علیاء» لومړني ښوونځي بیارغونې او ترمیم چارې بشپړې او د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو، استادانو او د سیمې د مخورو په حضور کې یو ځل بیا د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوې.
۲۶- د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
۲۷- د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت پر ښوونځیو ووېشل شي.
۲۸- د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند ۲۳ دیني مدارسو مهتممینو ته د احصائیوي فورمونو ترتیب او ډکولو په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو.
د مسوولینو په وینا، په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د احصائیوي فورمونو د سم، دقیق او معیاري ډکولو لارې چارې تشرېح او د فورمونو د هرې برخې په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
۲۹- د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند په درې بابه ښوونځیو کې د نویو ودانیو جوړولو بنسټ ډبرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم پکې ګډون درلود، کېښودل شوې.
د چارواکو په وینا، د رستاق ښار د «شهر جدید» لومړني ښوونځي ودانۍ به د ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یادې ولسوالۍ د علمپرور سوداګر او شخصیت، محترم عبدالرحیم فریاد، په مالي مرسته پر ۴ جریبه ځمکه جوړه شي
۳۰- د ارزګان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت دهراود ولسوالۍ اړوند«لیلان علیاء» لومړني ښوونځي بیارغونې او ترمیم چارې بشپړې او د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو، استادانو او د سیمې د مخورو په حضور کې یو ځل بیا د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوې.
۳۱- د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
