په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲ درسي خونو په لرلو سره جوړېږي، د سیمې د علمپروره او خیرخواه شخصیت الحاج تاج محمد په مالي ملاتړ رغول کېږي، چې د جوړولو ټول لګښت یې له دوو میلیونو افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی.
