د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Jun 29 2026 3:07 PM
65465

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

لغمان
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ «تري‌کلا» لومړنی ښوونځی د پوهنې وزارت له لوري منځني ښوونځي ته لوړ شو.
د پوهنې ریاست مسوولین وایي: دغه ښوونځی د زده‌کوونکو د شمېر د زیاتوالي او په نږدې سیمو کې د ښوونځیو نشتوالي له امله منځني ښوونځي ته ارتقا ورکړل شوه.

بدخشان
د بدخشان ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یاد ولایت د څلورو ولسوالیو ښوونځیو ته ۳۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشلې دي.
د یاد پروګرام له مخې، د یاوان ولسوالۍ پوهنې آمریت ته ۷۰ پایې، جرم ولسوالۍ ته ۵۰ پایې، د شهربزرګ ولسوالۍ ته ۱۵۰ پایې او د فیض‌آباد ښار قچي لېسې ته ۳۰ نورې پایې مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS