په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
Mon, Jul 06 2026 2:30 PM
frtuy

 د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه د ملک په سړو سیمو او ولایتونو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کوونکو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې، د هغوی د ښوونیز او روزنیز پرمختګ ارزونې په موخه پیل شوې.
د یادو ازموینو لپاره د ښوونځیو مسوولینو د اړوندو ولایتي پوهنې ریاستونو په همکارۍ له وړاندې ټول لازم چمتووالی نیولی، ترڅو ازموینې په بشپړ نظم، روڼتیا او د زده‌کوونکو د دقیقې ارزونې له اصولو سره سم ترسره شي.
 په همدې موخه د پوهنې رئیسانو او د څارنې برخې آمرینو له بېلابېلو ښوونځیو څخه لیدنې وکړې او د ازموینو بهیر، نظم او انضباط یې له نږدې وڅاره.
مسوولینو د خپلو خبرو پر مهال له ښوونکو وغوښتل چې د ځواب‌پاڼو په ارزونه کې عدالت او روڼتیا په بشپړه توګه مراعات کړي.
دغه راز هغوی زده‌کوونکي د ازموینو د اصولو او مقرراتو رعایت ته وهڅول او ترې یې وغوښتل چې له بشپړ چمتووالي سره ازموینو ته حاضر شي.
د ولایتي پوهنې ریاستونو د رارسېدلو راپورونو له مخې، د ازموینو لومړۍ ورځ په ارامه او خوندي فضا کې د ټاکل شوې کړنلارې سره سمه په بریالیتوب  سره پلې شوه.
د یادونې وړ ده چې له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زده‌کوونکو ازموینې به د چنګاښ په ۲۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر پایه به دوام ولري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS