د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د غزني ولایت له پوهنې مسوولینو سره وکتل

media-moe
Sat, Jul 25 2026 10:52 AM
dh

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان چې غزني ولایت ته یې سفر کړی، د دعوت او ارشاد برنامو د پلي کېدو د څرنګوالي ارزونې په موخه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې پلاوي د پوهنې مسوولینو، کارکوونکو او ښوونکو رول د ځوان نسل په سالمې روزنې، د اسلامي ارزښتونو په ټینګښت او د اخلاقي اصولو په پیاوړتیا کې مهم وباله او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د نصاب پر بشپړ تطبیق، د زده‌کوونکو او د ښوونیزو بنسټونو د پرسونل د علمي کچې پر لوړولو او د روزنیزو پروګرامونو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د ياد ولایت پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد پروګرامونه د زده‌کوونکو د اصلاح او روزنې په برخه کې اغېزمن وبلل او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له همکارۍ او لارښوونو څخه یې مننه وکړه.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS