د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې
د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په انګړونو کې راټولې شوې وې.
د دغې برنامې په لومړي پړاو کې ۲۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او زدهکوونکو ته وسپارل شول.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د دغه بهیر د پیل پر مهال وویل چې له شته امکاناتو سالمه او اغېزمنه ګټه اخیستنه، د بیتالمال ساتنه او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کول، د پوهنې ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
