د بدخشان ولایت د مسلکي پراختیا مدرسینو لپاره شپږ ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه
د بدخشان ولایت پوهنې ریاست کې د مسلکي پراختیا مدرسینو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه، د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د تدریسي میتودونو د ښه والي او د مدرسینو د ښوونیزو مهارتونو پیاوړتیا په موخه پیل شوه.
ټاکل شوې ده چې په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته اغېزمن تدریس میتودونه، د ټولګي مدیریت او د مسلکي چارو په نورو برخو کې اړین مطالب وړاندې او وروښودل شي.
د دغې علمي ناستې د پیل پر مهال د بدخشان ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد وویل چې د مدرسینو د مسلکي ظرفیتونو لوړول د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي او د راتلونکي نسل د سالمې روزنې په برخه کې اساسي رول لري.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې له برابر شوي فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او ترلاسه شوې زده کړې د ښوونې او روزنې د کیفیت لا ښه والي لپاره په عملي توګه وکاروي.
