په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
Sat, Aug 22 2026 11:35 AM
یشبشسی

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو په ګډون جوړه شوې وه، افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې دواړه ودانۍ د يو همکار بنسټ لخوا د ۱۲۱ زره امریکايي ډالرو په مجموعي لګښت جوړې شوې دي، چې هره یوه یې ۶ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري.
د دغو نویو ودانیو په جوړېدو سره به د یادو ښوونځیو سلګونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب، خوندي او معیاري چاپېریال برابر شي او د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS