په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره مسلکي روزنیزه برنامه جوړه شوه
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی مسلکي روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ياد ورکشاپ موخه د ښوونکو د مسلکي وړتياوو لوړول، د تدریس د نويو میتودونو ترویج او د تدریس د اغېزمنتیا زیاتول دي.
