حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې؛ د پوهنې وزارت د یو کال کړنو او لاسته‌راوړنو راپور وړاندې شو

media-moe
Sun, Aug 30 2026 3:13 PM
65465

 د اسلامي ام/ارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام له لارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت مهمې لاسته‌راوړنې او کړنې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړې.
د معلوماتو له مخې، په یاد کال کې د ملک په کچه د ۲۳۸ بابه ښوونځیو او دیني مدارسو لپاره نوې ودانۍ جوړې او د ۹۷۰ نورو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي. 
همدارنګه، په ام/ارتي او خصوصي ښوونځیو کې ۱۱ میلیونه ۲۷۳ زره او ۷۸۵ تنه زده‌کوونکي ثبت شوي، چې له ډلې یې ۷ میلیونه۶۲۰ زره او ۶۴۰ تنه په عملي توګه په زده‌کړو بوخت دي.
 سربېره پر دې، ۲ میلیونه ۴۴۴ زره او ۷۵۲ تنه طلاب العلم په دیني مدارسو کې پر زده‌کړو بوخت دي.
په همدې موده کې د هېواد په کچه د ۴ زره او ۹۷۳ سواد زده‌کړې مرکزونو له لارې ۹۳ زره او ۵۰۹ کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرامونه وړاندې شوي او ۸۲ زره ۸۳۲ تنه راستنېدونکي کډوال په ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي دي.
د راپور له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۲۸۳ زره او ۶۶۵ قطعې شهادتنامې صادرې او ۴۸ زره ۳۲۳ قطعې شهادتنامې د مهر او تأیید لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوې دي.
 دغه راز، د ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د وړتیا لوړونې او روزنې پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
په ورته مهال، د کارموندنې په برخه کې، ټولټال ۱۰ زره او ۶۰۲ کسان په بېلابېلو بستونو کې ګمارل شوي، چې ۵ زره او ۴۸۱ تنه ښوونکي، ۲ زره او ۱۰ تنه د مدارسو مدرسین، ۲ زره او ۱۷ تنه اداري کارکوونکي او ۱ زره ۹۴ تنه د ښوونکو د روزنې او علمي بستونو اړوند کسان دي.
همدارنګه، د روڼتیا، د چارو د چټکتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۴۲ بېلابېل سیسټمونه نوي او فعال شوي او تر دوامدارې څارنې لاندې نیول شوي دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS