په غزني کې د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو ښوونځي ترمیم او تجهیز وشو

media-moe
Tue, Sep 08 2026 11:05 AM
7887

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ «چهل‌باغتو پشي» ښوونځی د سیمه‌ییزو اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او تجهیز شو.
په ترسره شویو ترمیماتي او تجهیزاتي چارو کې د ښوونځي د ودانۍ رنګول، د لمریزې برېښنا سیسټم جوړول، د اداري دفترونو لپاره د مېزونو، څوکیو او فرشونو برابرول او د تشنابونو ترمیم شامل دي. د پوهنې ریاست مسوولینو د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او د ورته پروژو پلي کول یې د پوهنیز نظام لا پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS