د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز د علمي او تخنیکي پلاوي له لوري د یو شمېر ولایتونو له ښوونیزو مرکزونو حمایوي څارنه وشوه

media-moe
Wed, Sep 09 2026 10:12 AM
xzcx\z

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د عملیاتي پلان او خپلو اساسي دندو له مخې، چې اساسي موخه يې په ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس او ریاضیاتو د عملي زده‌کړو د وضعیت ارزونه، د موجودو امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره ملاتړ او اړینې لارښوونې وړاندې کول دي، د پنجشېر، غزني، سمنګان، پروان او بامیان ولایتونو له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او د ساینس له مدیریتونو څخه حمایوي څارنه ترسره کړه.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، دغه څارنیز سفرونه د ۱۴۰۵ ل کال د وږي میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه پیل او تر ۱۷مې نېټې پورې یې دوام وکړ. 
د سفرونو په ترڅ کې د اړوندو ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او د ساینس مرکزونو د مدیریتونو له غړو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې.
همداراز، د ښوونځیو د ساینس او ریاضیاتو لابراتوارونه، کمپیوټر خونې او کتابتونونه له نږدې وکتل شول او د شته امکاناتو وضعیت، د وسایلو د کارونې او ساتنې څرنګوالی، د عملي زده‌کړو وضعیت او د ښوونکو له لوري د عملي تدریس څرنګوالی هم وارزول شو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS