د پوهنې وزارت د نن ورځې مهمو کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Wed, Sep 09 2026 3:50 PM
6545

۱- د یوې خیریه ادارې له لوري د یوه نېک اقدام په ترڅ کې، د بادغیس ولایت په مرکز کې د کوچیانو ښوونځي له ۲۴۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.

۲- د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د عملیاتي پلان او خپلو اساسي دندو له مخې، چې اساسي موخه يې په ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس او ریاضیاتو د عملي زده‌کړو د وضعیت ارزونه، د موجودو امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره ملاتړ او اړینې لارښوونې وړاندې کول دي، د پنجشېر، غزني، سمنګان، پروان او بامیان ولایتونو له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او د ساینس له مدیریتونو څخه حمایوي څارنه ترسره کړه.

۳- د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري د قدرمنو طلابو د علمي وړتيا لوړونې په موخه، په صرف او نحوې مضمونونو کې رقابتي ازموینه د لوګر، غزني، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې واخیستل شوه.

۴- د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.

۵- د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.

۶- د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.

۷- د هلمند ولایت پوهنې ریاست له لوري په ښوونځیو کې ۱۱۷۳ پایې زاړه مېزونه او څوکۍ ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

۸- د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ «داوود زیرک» ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې او د پاتې کارونو له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

۹- د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په ۱ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته روانې دي.

۱۰- د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ښوونیزو ادارو آمرینو او مدیرانو ته د پاکو اوبو، نظافت او روغتیا ساتنې په اړه ښوونیز او پوهاوی ورکونکی سیمینار جوړ شو.

۱۱- د سرپل ولایت په مرکز کې د «شهید داملا عبدالرحمن» دارالحفاظ د ترمیم پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیونه، ۵۴۱ زره او ۳۷۵ افغانیو په لګښت پیل شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS