د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

media-moe
Wed, Sep 23 2026 2:27 PM
\cxzcxzc

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره فعالیتونو او لاسته‌راوړنو له امله د ستاینلیکونو په ورکولو سره تقدیر شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي، د مسلکي پراختیا د علمي غړو د دندو او مسوولیتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هغوی فعالیتونه د ښوونیز کیفیت په لوړولو کې مهم او کلیدي رول لري.
دغه راز نوموړي ټینګار وکړ، چې علمي غړي باید په ښوونیزو مرکزونو کې شته ستونزې په ګوته، د حل لارې ورته پیدا او د ښوونې او روزنې د کیفیت لاښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس محترم الحاج مولوي محمد ابراهیم عمري وویل:« د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د ښوونیزو حوزو د مسلکي پراختیا علمي غړو فعالیتونه ارزولي، چې د دغې ارزونې پایلې نن له ګډونوالو سره شریکې او مخکښو علمي غړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.»
نوموړي زیاته کړه، د یوه ځانګړي پوهنیزنظام تر چتر لاندې د ګډ مسوولیت له مخې، ټول علمي غړي او کارکوونکي باید د خپلو دندو او مسوولیتونو مطابق خپلې چارې په بشپړاخلاص، ژمنتیا او مسلکي معیارونو ترسره کړي، څو د ښوونې او روزنې د کیفیت لا پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست تخنیکي ټیمونو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، څو د مسلکي پراختیا د علمي غړو فعالیتونه له نږدې وارزوي او پایلې یې له مرکزي ادارې سره شریکې کړي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS