د پوهنې وزارت د څېړنې او ارزونې رئیس هلمند ته سفر وکړ
د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت یو پلاوی، د دغه وزارت د څېړنې او ارزونې د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل مدني په مشرۍ د ښوونکو د ګمارنې بهیر د ارزونې په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره یې خبرې وکړې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د پوهنې وزارت د څېړنې او ارزونې رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ښوونکو د ګمارنې بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوی پلاوی به د خپل کاري پلان له مخې د هلمند مرکز لښکرګاه ښارله پوهنې آمریت او ورسره ۶ بابه ښوونځيو کتنه او ارزونه وکړي.
