په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول
د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آبکمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آبکمري ولسوالیو کې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۹۶۸ زره افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو د ترمیم چارې بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
