وضاحت:
د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالبالعلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د تخار ولایت د رستاق ولسوالي په حضرت سلمان فارسي رضياللهعنه مدرسه کې شوې وه.
موضوع د تخار ولایت له پوهنې ریاست سره شریکه شوه او له تعقیب وروسته، د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ ياد استاد ونیو او موضوع تر څېړنو لاندې ده.
د پوهنې وزارت د زدهکوونکو خوندیتوب او د ښوونیز چاپېریال د اصولو رعایت ته ژمن دی او د زده کوونکو پر وړاندې د هر نامناسب چلند په اړه د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم اقدامات تر سره کوي.
