په غور کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ «یُرمه» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت، پر یوه جریب وقف شوې ځمکه جوړېږي.
یاده ودانۍ به شپږ درسي ټولګي ولري چې د سیمهییز سوداګر ښاغلي تاجالدین په مالي مرسته جوړېږي او له ۱۸۰ څخه د زیاتو زدهکوونکو لپاره به مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړي.
