د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو خیرخواه کسانو هریو مولوي امینالله وقاد او حاجي جبارپه ۲ میلیونه او ۷۸۸ زره افغانیو مالي مرستې سره جوړه شوې ده.
پورته ذکر شوې نوې ودانۍ اداري او درسي خونې، خوړنځی، د اوبو- برېښنا اسانتیاوې او د اوبو یو حوض لري.
