په دایکنډي کې د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د پوهاوي برنامه جوړه شوه
د دایکنډي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د محلي ښوونځیو د شوراګانو ۳۳ غړو ته د ښوونې او روزنې د ارزښت او اهمیت په موخه، د پوهاوي یوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
په دې برنامه کې د ښوونې او روزنې د اهمیت، د ښوونیز بهیر په ملاتړ کې د ښوونځیو د سیمهییزو شوراګانو د رول او ښوونیزو چارو ته د ماشومانو د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه د کورنیو او ټولنې د همکارۍ د جلب او د شوراګانود مسوولیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
