په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې
د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰ فرشونه، ۲۰ سپینې تختې او یو شمېر برېښنايي وسایل شامل دي.
د هرات ولایت پوهنې مسوولینو د مکتب ساز خیریه بنسټ له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل:« د دغو مرستو په سپارلو سره د یاد ښوونځي د فرشونو، سپینو تختو او برېښنا سیسټم د کمښت ستونزې هوارې شوې دي.»
