د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

media-moe
Tue, Oct 06 2026 3:07 PM
8

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو او د هغوی د مسلکي وړتیا لوړونې په موخه، روزنیزه او معلوماتي برنامه جوړه شو.
د یادې برنامه اساسي موخه د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو مشخصول، د هغوی د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د اړینو روزنیزو پروګرامونو د طرحې او تنظیم زمینه برابرول او په دې برخه کې د اړوندو مسوولینو او کارکوونکو ترمنځ د نظریاتو او تجربو شریکول وو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د موضوع په تړاو خپله علمي وینا وړاندې کړه.
نوموړي وویل:« د نننۍ برنامې اساسي موخه د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو دقیق تشخیص او په دې برخه کې د مهمو نظریاتو او تجربو شریکول دي او تمه ده چې د دغه پروګرام پایلې د پوهنې وزارت د منسوبینو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د کاري ظرفیتونو په پیاوړتیا او د چارو په لا ښه ترسره کېدو کې اغېزمنې تمامې شي.»
ورپسې د ملکي خدمتونو انسټیټوت رئیس محترم حافظ اسدالله هارون د وزارتونو او ام/ارتي ادارو د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړونې په اړه علمي وینا وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې زده‌کړه د انسان د ژوند په هېڅ پړاو کې پای نه لري او د مسلکي ودې لپاره دوامداره زده‌کړه او روزنه اړینه ده.
دغه پرتمینه او علمي برنامه د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS