په غور کې د ۱۲ ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې
د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د غور ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ د ۱۲ ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې دي، چې لګښت یې ټولټال ۴ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د یادو ودانیو په جوړېدو سره به د ښوونځیو د درسي ځایونو د کمښت ستونزه راکمه او زدهکوونکو ته به د زدهکړې لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي.
دغه اقدام د پوهنې له بهیر سره د خلکو د همکارۍ او ملاتړ څرګندونه کوي.
