د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنتګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محبالله احسان او د پوهنې ریاست له یو شمېر آمرینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د بادغیس پوهنې رئیس له پلاوي سره د هر اړخیزې همکارۍ او د هغوی د کاري پروګرامونو د ښه پلي کېدو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
د کارکوونکو چارو لوی رئیس د خپل سفر موخه، د خالي بستونو کتنه، په ټاکلي وخت د وړ کسانو ګمارنه، په دغه ولایت کې د ښوونکو د ګمارنې لارښود د اغېزمنتیا ارزونه او له ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه او ارزونه وبلله.
