په کندوز کې د ښوونځیو کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د کندوز ولایت د شاوخوا ۱۱۰ تنو ښوونکو، ۲۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو ۱۰۰ تنو غړو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه.
د دغه برنامې موخه د ښوونکو او د ښوونځیو د مسوولینو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریسي او اداري چارو د مهارتونو پیاوړتیا او د ښوونیزو چارو ښهوالي لپاره د مناسبو زمینو برابرول دي.
همدارنګه، د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونیزو شوراګانو غړو ترمنځ د بشپړې همغږۍ رامنځته کول د یاد پروګرام له اساسي موخو څخه ګڼل کېږي.
