د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
Sun, Oct 11 2026 2:45 PM
7

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار پوهنې ریاست د مدرسینو د مسلکي پراختیا علمي غړو ۲۵ بستونه د ازموینې اخیستلو په موخه اعلانوي.
 د استخدام شرایط
۱- د زده‌کړو کچه: د بست او څانګې له شرایطو سره سم د عالیه، عالمیه او لېسانس سند لرل؛ د ماسټرۍ او دوکتورا لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
۲- د زده‌کړو څانګه: اسلامي علوم او ساینسي علوم؛
۳- د نمرو کچه: د عالمیه دورې لپاره لږ تر لږه د «جید جداً» درجه، د لېسانس لپاره ۷۵ سلنه او د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره ۷۰ سلنه نمرې؛
۴- کاري تجربه: د تدریس، ښوونیزې ادارې او ښوونیزې څارنې په برخو کې، د ماسټرۍ لرونکو لپاره لږ تر لږه یو کال او د لېسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه درلودل؛ د دوکتورا لرونکي له کاري تجربې څخه مستثنا دي.
۵- عمر: د مدرسینو د مسلکي پراختیا علمي غړي لپاره لږ تر لږه ۲۵ کاله عمر په پام کې نیول شوی دی.
 یادونه
د شرایطو وړ داوطلبان کولای شي، د اعلان له نېټې څخه د ۱۵ ورځو په موده کې، د تابعیت تذکرې، تحصیلي اسنادو، د نمرو ټرانسکرېپټ یا د نمرو د کشف درجې د اثبات اړوندو اسنادو (لکه خلص سوانح، کاري قراردادونه یا د معتبرو مراجعو تصدیقونه) او یوې قطعې عکس سره، د کابل ښار پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو آمریت ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورمه په حضوري ډول ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت 
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS