د پوهنې وزارت له لوري د اماني عالي لېسې په انګړ کې د یو شان، متمرکزو او معیاري ازموینو بهیر پیل شو
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت له لوري د کابل ښار د اماني عالي لېسې په انګړ کې د یادې لېسې د لسمو ټولګیو له شاوخوا ۶۶۰ تنو زدهکوونکو څخه د یو شان، متمرکزو او معیاري ازموینو بهیر پیل شو.
د دغو ازموینو اساسي موخه د ښوونیز کیفیت لوړول، د زدهکوونکو د علمي کچې په ارزونه کې د روڼتیا او عدالت تأمینول او د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې د یو شان او معیاري نظام پیاوړتیا ده.
د برنامې په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یادو ازموینو د څرنګوالي، موخو او ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: د دغو ازموینو بنسټیز معیار د زدهکوونکو وړتیا، استعداد او علمي کچه ده؛ له همدې امله یې له زدهکوونکو وغوښتل چې د بریا په موخه خپلو زدهکړو ته جدي پام وکړي، پراخه مطالعه او لازمې هڅې ترسره کړي.
ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده، د ښوونې او روزنې پر خپلمنځي اړیکو او په ښوونیز بهیر کې د دواړو ارزښتونو پر اهمیت خبرې وکړې.
نوموړي څرګنده کړه چې د باکیفیته ښوونیزو موخو ترلاسه کول هغه مهال شوني دي، چې زدهکوونکو ته له علمي زدهکړو سره په څنګ کې لازمې اخلاقي او روزنیزې لارښوونې هم وړاندې شي؛ ځکه ښوونه او روزنه یو له بل سره نه بېلېدونکې اړیکه لري او د یوه سالم او وړ نسل په روزنه کې اساسي رول لوبوي.
د یادونې وړ ده چې د یو شان، متمرکزو او معیاري ازموینو دغه بهیر اوسمهال د پوهنې وزارت تر مستقیمې څارنې لاندې د کابل ښار په لسمو او یوولسمو ټولګیو او د ملک په سړو سیمو کې د ښوونځیو په لسمو ټولګیو کې پیل شوى دى.
د دغو ازموینو په پلي کېدو سره به د زدهکوونکو د علمي وړتیاوو د ارزونې بهیر لا منظم، شفاف او معیاري شي او د ښوونیز کیفیت د لوړولو لپاره به د اړینو پرېکړو زمینه برابره کړي.
