په بغلان کې د پوهنې مالي او اداري کارکوونکو لپاره یو ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړه شوه
د اداري او مالي چارو د روڼتیا د تأمین، د دفترونو د اسنادو او اجناسو لاښه تنظیم، د عامه شتمنیو او اموالو د ساتنې او مراقبت، د اموالو او اجناسو د ضایع کېدو او غیرقانوني استفادې څخه د مخنیوي په موخه، د بغلان ولایت د شپاړسګونو ولسوالیو د پوهنې آمرینو، مالي مدیرانو او د خدماتو، ودانيو او املاکو برخو مسوولینو لپاره د دفترونو اړوندو اجناسو د لارښوونې یو ورځنی معلوماتي پروګرام جوړ شو.
د دغه پروګرام په جریان کې د پوهنيزو ادارو د اجناسو او اموالو د تنظیم، ثبت، راجستر، ساتنې او مراقبت اړوند مهم او اساسي موضوعات تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شول.
