د هلمند دملالۍ لیسې څخه ۲۵۹ تنه نجونۍ فارغه شوي

media-moe
Tue, Jun 25 2019 2:24 PM
د هلمند دملالۍ لیسې څخه ۲۵۹ تنه نجونۍ فارغه شوي

د هلمند ولایت د مرکز اړوند لښکرګاه ښار د ملالۍ انجونو لیسې څخه ۲۵۹ تنه ښځینه زده کوونکي د دولسم ټولګۍ څخه فارغه شویدي.

هغه غونډه چې دفارغه شویو زده کونکو دفراغت جشن په وياړ جوړه شوى وه د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري فارغه شویو زده کوونکو ته مبارکي وویل، د ملالۍ لیسې ټول مسؤلینو او ښوونکو څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې په سخت حالت کې یې هلمندي بچو ته زده کړي رسولي دي.

صفاري همدا راز وویل چې په نوي تعلمي کال کې به د همدې ښوونځیو تر څنګ نوي ښوونځۍ هم ورغول شي. د هلمند پوهنې رئیس د بُست پوهنتون د ادارې څخه مننه وکړل چي د همدې پروګرام مالي لګښت یې پر غاړه اخستي دي هغه غوښتنه وکړل چي نوري علمي ادارې دي هم په ورته پروګرامونو کي مالي مرسته وکړي.

همدارنګه د ملالۍ لیسې مدیره زینب محمدخېل وویل، ملالۍ لیسه چې۴۹۶۰ تنه زده کوونکي لري له جملې یې ۲۵۹ تنه یې د دولسم ټولګۍ څخه فارغه شوې، چي یادو زده کوونکو تر دولس کلنو زده کړو وروسته نن په یو لړ مراسیمو کي فارغ او لوړو زده کړو ته اماده شوي.

زینب د پوهنې رئیس څخه مننه وکړه چي په تیرو دریو میاشتو کي یې ۴۰۰ میزونه او چوکۍ یادي لیسې ته رغولي دي.

وروسته د بُست پوهنتون استازي اسدالله اندیال زده کوونکو ته تر مبارکۍ وروسته وویل چي بُست پوهنتون د پوهنې ریاست سره څنګ په څنګ ولاړ دی او د ملالۍ لیسې عمومي اول نمره ته په بست پوهنتون کي په پنځوس سلنه تخفیف سره شمولیت ورکوي.

اندیال زیاته کړه چي د بُست پوهنتون لخوا به پوهنې ریاست ته اتیا پایې کمپیوټونه کمپیوټرونه په واک کي ورکړي.

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS