د نیمروز ولایت په فروخي لېسه کې د بیولوژي په برخه کې علمي سیالي ترسره شوه
د نیمروز ولایت د فروخي عالي لېسې د اووم او نهم ټولګي د زده کوونکو ترمنځ د بیولوژي په برخه کې د علمي سیالیو د پای مراسم د پوهنې رئیس مولوي یار محمد حقیار یو شمېر دیني عالمانو، قومی مخورو، ملی سوداګرو او د زده کوونکو د والدینو په حضور کې ترسره شول.
غونډه د کلام الله په تلاوت سره پیل شوه او په علمی لیکچرونو، شعرونو او مقالو سره یې دوام وکړ.
د پوهنې رييس مولوي يارمحمد حقیار په بشري ټولنو او په ځانګړې توګه زموږ په ګران هېواد کې د زده کړې پر اهميت او اړتيا خبرې وکړې او زده کوونکي يې د لا زده کړو په موخه د دینی علومو تر څنګ عصری علومو ته وهڅول او له زده کوونکو يې وغوښتل چې په دا ډول علمي پروګرامونو کې برخه واخلي.