په لوګر کې د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ ښوونکي وروزل شول

media-moe
Thu, Feb 03 2022 11:21 AM
په لوګر کې د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ ښوونکي وروزل شول

په لوګر ولایت کې د هلکانو د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ نارینه ښوونکو ته په عملي بڼه د تجربوي زده کړو روزنه ورکړل شوه.

د يادې روزنې د پاى په مراسمو کې، چې د حضرت عمر فاروق (رض)د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې  رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیر ښوونمل قاري محمد یعقوب اورمړ او روزل شوېو ښوونکو برخه اخیستې وه. 
دا ۱۰ ورځنۍ روزنه، د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې د لوړولو په مؤخه ور کړې ده.  
په یاده روزنیزه دوره کې ښوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په تړاو تجربوي زده کړې ورکړل شوې دي. 
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د نوموړو ښوونکو په فراغت غونډه کې وویل، چې د ساینسي او ریاضي مضمونونو د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې د لوړولو لپاره یې د تجربوي زده کړو روزنیز پروګرامونه ترتيب کړي دي. 
هغه زیاته کړه،چې د نوموړو روزنیزو پروګرامونو له لارې تر اوسه یاد ۶۵ ښوونکي روزل شوي او په راتلونکي کې به ۲۳۵ نور ښوونکي هم وروزل شي.  
د پوهنې رئیس له روزل شوېو ښوونکو څخه غوښتنه وکړه،چې د ساینسي او ریاضي مضمونونو زده کړي لابراتواري تجربې له زده کوونکو سره هم شريکې کړي.
 د یادونې وړده،چې په لوګر کې له دې مخکې هم ۶۰۰ نور نارینه او ښځینه ښوونکي د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې روزل شوي دي.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS