د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین سرپل ولايت ته سفر وکړ.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید د یوه لوړ پوړي پلاوي په ګډون چې د ولایتی چارو د انسجام لوی رئیس الحاج مولوی پاینده محمد تعليم او د ښوونې او روزنې یو شمېر سلاکارانو او کارپوهانو يی هم ملتيا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو (بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل) د پوهنې وضعیت څارنې او ارزونې په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د سرپل ولایت په ګډون د هېواد شمالي ولایتونو ته د پوهنې وزارت معين د سفر موخه د پوهنې د وضعیت ارزونه او د هغه ولایت د پوهنې ریاست د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره د عملیاتي پلانونو پلي کول دي.
لوړ پوړي پلاوي د سرپل پوهنې ریاست له مسؤلینو، ښوونکو، استادانو او علماؤ سره په جلا جلا ناستو کې د پوهنې وزارت ښوونيز پروګرامونه تشریح او توضیح کړل. چې په پام کې ده د دې سفر په ترڅ کې لاندې موخې تعقیب شي:
۱- د سرپل ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونه.
۲- د پوهنې ریاست د بېلابېلو څانګو د پلانونو د تطبیق پر وخت کنټرول او څارنه .
۳- د ښار او ولسوالیو د پوهنې مسؤلینو لپاره د ښوونیزو سیمینارونو جوړول.
۴- په محرومو او لیرې پرتو سیمو کې د نویو ښوونکو د ګمارنې څخه څارنه.
په پای کې د غونډې ګډون والو د دغه وزارت له پلانونو خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.