له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

کندهار:
په کندهار ولایت کې د پوهنې یوې همکارې ادارې، د یاد ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ د پنجوايي ولسوالۍ د ملا حسن آخند منځني ښوونځي لپاره د لاسونو مینځلو پروګرام له لارې یوه ژوره څاه، څلور تشنابونه، د لاسونو مینځلو ځایونه او نور اړین ملحقات آماده کړل او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
همدارنګه:
د کندهار ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي د یاد ولايت تخته پل ولسوالۍ ته د يو کاري سفر په ترڅ کې، د کډوالو له کمپ څخه ليدنه وکړه او له راستنېدونکو کورنيو سره يې د خبرو پر مهال، د هغوی د اولادونو ته د زده کړو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
راستنېدونکو کورنيو د زده کړو په برخه کې د کندهار ولايت د پوهنې له رياست څخه مننه وکړه.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د اداري چارو له مسئولینو او کارکوونکو سره د لیدنې پرمهال د یاد ریاست د نوي تشکیل په اړه معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل، تر څو په ورځنيو چارو کې د پوهنې وزارت کړنې، اداري اصول او قانوني لارې په پام کې ونیسي.
په یاده ناسته کې ګډون والو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنې رئیس ته وړاندې کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
تخار
د تخار ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ له زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې ډله ییزه آزموینه واخیسته.
په یاده آزموينه کې د ښوونځيو له اووم تر دولسمو ټولګيو ١٢٠٠ زده کوونکو برخه اخيستې وه او ممتازو زده کوونکو ته کمپيوټرونه، موبايلونه او د مطالعې کتابونه ډالۍ شول.
ننګرهار
د قران کريم د حسن قراءت سيالۍ چې د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست له لوري په لاره اچول شوې وې، پایلې یې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولايت د پوهنې مشرتابه په حضور کې اعلان شوې.
د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د برياليو زده کوونکو د مبارکۍ ترڅنګ، پر هغوی بېلابېلې ډالۍ هم ووېشلې.