د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ د یاد وزارت د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د بودیجې ترتیب په موخه کاري او مشورتي غونډه جوړه شوه

په پیل کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنگ، د بودیجې اهمیت ته په اشارې سره له حاضرو رئیسانو او مسئولینو څخه وغوښتل، تر څو د خپلو اړوندو څانګو د پلانونو، پروګرامونو، غوښتنو او لګښتونو په نظر کې نیولو سره، خپله بودیجه په سمه توګه چمتو او وړاندې کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست تر تشکیل لاندې رئیسانو هر یو په خپل وار سره ترتیب شوې بودیجه تشرېح او توضېح کړه.