په ننګرهار ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پاى ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د کمبو ښوونځي د بيارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ياد ښوونځي د پرانيستې مراسمو کې د پوهنې ریاست مسٸولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
د ننګرهار ولايت پوهنې مسٸولينو د څرګندونو له مخې: په ياده پروژه کې د درسي ټولګيو بيارغونه، احاطوي دېوال، کړکۍ او دروازې شاملې دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پروژې ټول لګښت ۳۵۱ زره افغانۍ وو او د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
ويناوالو د خوګياڼو ولسوالۍ خلکو ته د ياد ښوونځي بيارغونې له امله مبارکي وويله او له خلکو يې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښوونيزو مرکزونو ته واستوي.