د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د بغلان ولايت د بېلابېلو ولسواليو ښوونيز وضعيت وارزاوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د بغلان ولايت د پوهنې ریاست له بېلابېلو څانګو او آمریتونو څخه د لیدنو ترڅنګ، نن د پوهنې له مسٸولينو سره يو ځاى د ياد ولايت د جلګې او نهرين ولسواليو ته ولاړ او هلته يې د مدارسو له مهتممينو سره د ښوونيز وضعيت په هکله مفصلې خبرې وکړې٠
همدارنګه نوموړي د خپل سفر اساسي موخه، په بغلان ولایت کې د مدارسو او خصوصي دارالحفاظونو د تدريسي کړنو ارزونه، د ښوونیزو نصاب له پلي کولو څخه څارنه او د ښوونیز کيفيت لوړول وبلل.
دغه راز د پوهنې وزارت پلاوي د نورو اړینو ښوونیزو موضوعاتو په اړه د بحث پرمهال، د مدارسو د مسئولینو له کړنو څخه خوښي څرګنده او هغوی ته یې د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې د يادې ولسوالۍ د ديني مدارسو مسئولينو د هېواد د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت د
مشرتابه له هڅو څخه مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ياد پلاوي تر دې وړاندې د بغلان خوست فرنګ ولسوالۍ ښـوونيز وضعيت هم ارزولى وو.