د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لوى رئیس مفتي شهزاد نور رشید او ورسره مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل او د ادارې اړوند پر یو لړ مهمو مسایلو یې ورسره تفصيلي خبرې وکړې.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت د کړنو او تشکيلاتو په اړه یې راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل.
ورپسې پلاوي د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې د ساده کولو د کړنلارې په اړه معلومات وړاندې کړل او د هغې د پلي کولو په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه ياد پلاوي د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال د پوهنې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، تر څو د مرکزي او ولايتي ادارو په ګډون په ياد وزارت کې د آزادې سيالۍ له لارې د ګمارنې بهير پرمخ يوسي او د اداري او ملکي خدمتونو د اصلاحاتو په برخه کې دې اړوند استازي اغېزمن رول ولوبوي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له رئیس او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې د یادو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت او یاد کمیسیون ترمنځ یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه چې ياد وزارت د روڼتيا او د فساد له منځه وړلو ته ژمن دى او په راتلونکي کې به هم له دغه کمېسیون سره د همکار په توګه پاتې شي.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې د ساده کولو په پروسه کې د اداري اصلاحاتو د استازي د ارزښتناک رول په تړاو به د پوهنې مسٸولینو ته لازمې سپارښتنې وکړي.