د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس جوزجان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي او ورسره مل پلاوی، د یو رسمي سفر په موخه جوزجان ولایت ته ولاړ.
نوموړي د یاد سفر پر مهال، د جوزجان ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد او له یو شمېر نورو مهمو مسئولینو سره په کتنه کې، د دغه ولایت د ښوونیزو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس جوزجان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تازه ګمارل شوو کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړول او د هغوی لپاره د درې ورځني ورکشاپ تنظیمول وبلل.
له بلې خوا د ياد ولايت د پوهنې رئيس ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د آجنډا په پلي کولو کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.