د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
Wed, Mar 20 2024 2:57 PM
14

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت

اعلامیه

الحمدلله رب العلمین والصلاة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین.

قال الله تعالی: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (١) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (٢) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (٣) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (٤) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (٥)   «العلق ۱-۵»

قال رسول الله «صلی الله علیه وسلم»: طَلَبُ اَلْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ    « ابن ماجه-٢٢٤»

اما بعد:

تر هرڅه نه مخکې د هېواد ټولو قدرمنو علماء کرامو، مدرسینو، ښوونکو، زده کوونکو، طالب العلمانو او د پوهنې وزارت ټولو مسئولینو او منسوبینو ته د اسلام د عظیم پیغمبر او د بشریت د ستر معلم رسول الله(صلی الله علیه وسلم) مسنونه نبوي تحفه وړاندې کوم : اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ

د الله تعالی دربار ته د شکر او عقیدت نذرانې وړاندې کوو، چې یو ځل بیا الحمدلله د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سولې، امنیت او خوښۍ په فضاء کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال پیل شو.

الله تعالی ته سوال او دعاء کوو، چې دغه ښوونیز کال دې زموږ د ګران هېواد او قهرمان ملت لپاره د مزیدو خوښیو، سوکالیو او نېکمرغیو پیلامه وګرځي.

له همدې فرصت څخه په استفادې سره غواړم، چې د پوهنې وزارت د مقام له ادرس څخه د هېواد له ټولو علماء کرامو، مدرسینو، ښوونکو ، طالب العلمانو او زده کوونکو سره څو اړینې سپارښتنې شریکې کړم:

د هېواد له ټولو علماءکرامو، مدرسینو او معلمینو څخه په ډېر درنښت هیله کوم، تر څو د هېواد ځوان نسل ته د باکیفیته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت د طرحه شویو پروګرامونو او کړنلارو په رڼا کې پوره زیار وباسي او هڅه وکړي چې د هېواد بچیان په اسلامي عقیده او نبوي اخلاقو سمبال کړي، تر څو متعهد او متخصص کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه تقدیم کړي.

په مرکز او ولایاتو کې د پوهنې وزارت ټولو مسئولینو او منسوبینو ته لارښوونه کېږي، تر څو د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام سره له شته مادي او بشري سرچینو څخه مؤثره ګټه واخلي، د بیت المال په حفاظت او د لګښتونو په کنټرول او سپما کې پوره هڅه او هاند وکړي.

د هېواد په ټولو ګرانو زده کوونکو او طالبانو غږ کوو، تر څو په خپلو درسونو کې پوره هڅه او زیار وکړي، خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي، د خپلو ښوونکو، والدینو او مشرانو احترام او اطاعت وکړي، اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو، د هېواد علیاء مصالحو او ملي ګټو ته ژمن واوسي.

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د هېواد ګوټ ګوټ او ټولو لیرې پرتو او محرومو سیمو او د راستنېدونکو مهاجرینو بچیانو ته د ښوونې او روزنې متوازن او معیاري خدمات تقدیم کړي.

د تعلیم تعمیم او معیاري کول د پوهنې وزارت د تعلیمي ستراتیژي مهم ټکي دي؛ له دې وروسته به نه یوازې د تعلیم په کمیت بلکې په کیفیت هم پوره تمرکز او ترکیز کېږي.

د پوهنې وزارت په دې هڅه کې دی، چې په راتلونکي ښوونیز کال کې ښوونکو او اداري کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینارونه او ورکشاپونه دایر کړي.

د پوهنې وزارت به په نوي تعلیمي کال کې خپلو امکاناتو او بودیجې ته په پام سره د مدارسو او ښوونځیو د تعمیراتو په ترمیم او زده کوونکو ته د پاکو اوبو، اړینو ضرورتونو او سمسور چاپېریال د برابرولو په برخه کې پوره هڅه او کوښښ کوي.

په ولسي مشرانو، اهل خیر شخصیتونو، ملي سوداګرو، خیریه او نړيوالو بنسټونو غږ کوو، ترڅو د پوهنې له وزارت سره خپلې مادي او معنوي مرستې ونه سپموي او د ښوونیزو خدماتو د کمیت او کیفیت په پياوړتیا کې له یاد وزارت سره خپلې مرستې جاري وساتي.

له ټول ولس په تېره بیا د زده کوونکو له والدینو، علماءکرامو او ملي مشرانو غوښتنه کوو، چې د هېواد دځوان نسل د ښوونې او روزنې د ستر رسالت په اداء کولو کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي، خپل ماشومان په مدارسو، ښوونځيو او نورو تعلیمي مراکزو کې شامل کړي.

د هېواد له مسلکي او فني کادرونو په تېره بیا د ښوونې او روزنې له متخصصینو څخه هیله کوو، تر څو د ښوونې او روزنې د معیاري کولو په برخه کې خپلې مشورې، تجربې او لارښوونې د پوهنې وزارت له مسئولینو او منسوبینو سره شریکې کړي.

د هېواد ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته سپارښتنه کوو، چې خپل صورت او سیرت له اسلامي اصولو سره سم برابر کړي؛ ښوونکي او زده کوونکي دې د داسې لباس له اغوستلو څخه ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو سره په ټکر او مغایرت کې وي.

په پای کې یو ځل بیا د الله تعالی له دربار څخه د نوي ښوونیز کال لپاره تاسو ته د لازیاتو خوښیو، سوکالیو، نېکمرغیو او بریالیتوبونو دعاء کوم.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

 

الحاج مولوي حبیب الله آغا

د پوهنې وزارت سرپرست

Latest news

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS