د پکتیا ولایت په يو شمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو پروګرامونه پلي شول

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د ياد ولايت د مرکز ګردېز ښار په ۷ بابه ښوونځيو کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو سيسټم "واش" پروګرام د فعالېدو خبر ورکړ.
نوموړي وويل: په يادو پروژو کې د اوبو د څاګانو کيندل او د لمريزې برېښنا د سيسټم نصبول سره له وسايلو شامل دي.
د پوهنې رياست د مسئولينو د معلوماتو له مخې، د يادو پروژو ټول لګښت ۴۲ نيم ميليونه افغانۍ ؤ، چې د پوهنې د ملاتړ ادارې له خوا ورکړل شوی.
د پکتيا پوهنې ریاست مشرتابه د یادې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د ياد ولایت له ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو سره خپلې مرستې ترسره کړي.