په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د عطاخان لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې ریاست مسئولینو، علماوو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
په پيل کې د پوهنې رئیس د علومو په ارزښت او د خلکو په ژوند کې د هغو په رغنده رول خبرې وکړې او د يادې ولسوالۍ د ماشومانو لپاره یې د زده کړو د پراختیا په موخه، د ښوونیزو بنسټونو لپاره د ودانیو رغول خورا اغېزمن ګام وباله.
د يادونې وړ ده، چې دغه ښوونځی ۶ درسي ټولګي، اداري خونې او نور اړین ملحقات لري.
دغه راز د ياد ښوونځي د اداري او تدریسي خونو لپاره ١١٤ سېټه مېزونه--- څوکۍ او نور دفتري وسایل هم په پام کې نیول شوي دي.
د یادې پروژې ټول لګښت ۱۵ اعشاریه ۹ میلیونه افغانی دی، چې د یو همکار بنسټ له لوري ورکړل شوی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د ملاتړو بنسټونو او خلکو له همکارۍ مننه او قدرداني کوي.
د پوهنې مسئولینو د ياد ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، تر څو د دغه نوې ودانۍ او تجهيزاتو په دايمي توګه ساتنه کې پاملرنه وکړي.