د کابل ښار اړوند ښوونځیو د لابرانت ښوونکو وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

media-moe
Sat, May 04 2024 12:26 PM
145

د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ښوونیزو ناحیو اړوندو ښوونځیو د لابرانت ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، ۱۲ ورځنی میتودیک سیمینار په لاره واچاوه.

د ياد سيمينار د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئيس الحاج مولوي اول ګل ايوبي، د ياد ریاست يو شمېر نورو مسئولینو او کارکوونکو هم برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د ساینس مرکز رئیس استاد حبيب الله خالد ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد سيمينار د موضوعاتو او اهمیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په دې سیمینار کې به د کابل ښار د ۱۶ ښوونیزو ناحیو اړوند شاوخوا ۱۵۰ تنو لابرانت ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو (کیمیا، فزیک، بیولوژي، ساینس او ​​​​کمپیوټر) برخو کې روزنه ورکړل شي.

ورپسې د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس هم د دغه ډول سیمینارونو د جوړولو او د پوهنې ریاست د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په تړاو خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو د یاد سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

له بلې خوا د ښوونځیو د لابراتوارونو مسئولینو هم د عملي درسونو او له نویو میتودونو سره د هغوی د آشنا کولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

د يادونې وړ ده، دغه سيمينار د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ په ملاتړ په لاره اچول شوی دی، چې ١٢ ورځې به دوام ولري.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS