په غزني ولایت کې د یو باب مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني د یاد ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په چمبران کلي کې «د شمس الشهداء» مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده.
د مدرسې دغه ودانۍ ۴ درسي ټولګي، یوه اداري خونه له نورو اړینو ملحقاتو سره لري، چې لګښت یې یو میلیون افغانیو ته رسېږي او ټاکل شوې، دغه پیسې د یادې ولسوالۍ د خلکو له خوا ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې د همدغه مدرسې لپاره يو جرېب ځمکه د ملاتور کلي د يو تن معارف دوست شخص له لوري ورکړل شوې وه.
د غزني پوهنې رئیس د یادې مدرسې د بنسټ اېښودلو پر مهال، د علم او پوهې پر اهمیت او د ټولنې په اصلاح کې د هغو په رول خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې خپل ماشومان د روښانه راتلونکې په موخه مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونې او روزنې په برخه کې د غزني ولایت د علم پروره اوسېدونکو له مرستو مننه کوي.