د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ
![12](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-11_at_3.21.57_pm.jpeg)
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، نورستان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطمئن او یو شمېر نورو مسئولینو سره وکتل.
د یادې کتنې پر مهال، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس وویل، چې د خپل سفر اساسي موخه یې د ښوونکو د مسلکي مهارتونو پراختیا او د تعلیمي معیارونو لاپسې لوړول دي.
د نورستان ولایت پوهنې رئیس، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې؛ د تعلیمي وضعیت او د مسلکي پراختیا سیمینارونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، چې د پلاوي لخوا یې تود هرکلی وشو.
د یادونې وړ ده چې دواړو خواوو د سیمینار په جریان کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو له علمي غړو سره هم ولیدل.