په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو خالي بستونو لپاره رقابتي آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې سره سم، د پکتیکا ولایت په ګومل، یوسف خیل، خوشامند، نکه، چهاربران، سروبي، ارګون، یحیی خیل او سر روضې ولسوالیو کې د ۹ بابه ښوونځیو لپاره د ښوونکو ګمارلو په موخه آزموینه؛ د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په حضور کې له نوماندانو څخه واخیستل شوه.
د همدغو بستونو لپاره د آزموینې نېټه چې مخکې اعلان شوې وه، د اړینو اداري پروسو تر بشپړولو وروسته پلې شوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۹۹ تنه د آزموینې لپاره وړ کسان وپېژندل شول.
د یادونې وړ ده، هغه نوماندان چې په پورته ذکر شوې آزموینه کې غوره او معیاري نمرې ترلاسه کړي، په اړوندو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.