په غزنی ولایت کې پوهنې ته ۶ جرېبه ځمکه وقف شوه
د غزنی ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د آغوجان لېسې د ښوونیزو ځانګو پراختیا په موخه، د سیمې د خلکو له لوري ۶.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه، چې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت پوهنې مسئولینو ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا برخه کې د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي.
