د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني روزنې ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

media-moe
Sun, Jun 15 2025 2:54 PM
55

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار ښوونځیو د بدني روزنې اړوند ۳۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار د استقلال عالي لېسې د کنفرانسونو تالار کې پرانیستل شو او په پایله کې به یې ګډون‌والو ته د والیبال او فوټسال لوبو برخه کې نوي قوانین او مقررات تشرېح او روښانه شي.

ټاکل شوې ده چې یاد سیمینار د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت روزونکو لخوا ارایه او په ترڅ کې به یې د والیبال او فوټسال لوبو په نویو قوانینو او مقرراتو باندې پر تمرکز سربېره، د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هم عملي اونظري درسونه ورکړل شي.

د چارواکو په وینا، پورته ذکر شوی سیمینار به د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي او په پای کې به ګډون‌والو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS