پکتیکا ولایت کې د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو باب دیني مدرسه بیارغول کېږي

د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د حضرت عباس (رضی الله عنه) دارالعلوم د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ علم پروره خلکو په مالي مرسته بیارغول کېږي.
د پوهنې چارواکو په وینا، د دغه دارالعلوم په بیارغونه کې د ۴ درسي خونو،۲ ټولګیو او د ۱۱۰ متره اوږد دېوال جوړول شامل دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد علم پروره خلکو له مالي ملاتړ هرکلی کوي.