پکتیکا ولایت کې د یوې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد او د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ علماءکرامو او د خلکو استازو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، د لیستور لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.
د دې لېسې ودانۍ، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، اړین ملحقات او لوبغالی به ولري، د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت به د یوې همکارې ادارې لخوا جوړه شي.