لغمان ولایت کې د یو باب دارالعلوم د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار نعمانیه دارالعلوم د نوې دوانۍ بنسټ ډبره، د سیمه ییزو چارواکو، قومي مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاهجهان ساجد وایي: د دارالعلوم دغه ودانۍ په ۱۴ بسوې ځمکه کې چې د محترم شیخ زاهد الله حقاني په ملاتړ د یومېلیون او ۲۷۳ زره افغانیو په شخصي لګښت پېرل شوې، جوړېږي.
پوهنې مسئولینو د پوهنې په پراختیا کې د سیمه ییزو خلکو د فعال رول ستاینه وکړه او د دې ودانۍ جوړول یې د هغه کلي د ماشومانو لپاره د تعلیمي چاپېریال برابرولو په لور یو ارزښتناک ګام وباله.
د پوهنې وزارت رهبري د ښوونیز نظام په برخه کې د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه هرکلی کوي.
